دلوبغاړو په اړه

راشدخان ارمان لوبډله ته څنګه راغی علت یې وښوده

راشدخان په ډېری لوبو کې خطرناکه توپ اچونه کړې، د ویسټ انډیزخلاف یې په ۲۰۱۷ م کال کې په یوه ، یو ورځنۍ لوبه کې ۷ وېکټې واخېستې چې یو ورځنیو لوبوکې یې په درجه بندۍ کې مخکښ کړ.
له دې وروسته یې د زِمبابوې خلاف لوبلړۍ کې هم شپږ وېکټې واخېستې، چې ۳،۶۵ ایکانومي باندې توپ اچونه کړې وه.
راشدخان د بې سارې توپ اچونې او توپ وهنې له امله د نړۍ په کچه ډېر ژر مشهور شو، نوموړي په اسیا جام سیالیو کې د بنګله دېش خلاف توپاني توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.
راشدخان وایي ما په کورني کرکټ کې خپله وړتیا وښوده او همدا علت و، چې ملي لوبډلې ته راغلم.
۲۰۱۶ م کال شل اوریز نړیوال جام کې راشدخان ۱۱ وېکټې اخېستې وې.
اوس د نړۍ مشهور لوبغاړی بلل کېږي.
لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې