افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د افغانستان ماسټر کرکټرکله د دې لوبې پیل وکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی رحمت شاه زرمتي در پيژنو نوموړی یوازیني افغان کرکټر دی چې په پنځوس اوریزه لوبه کې ترډېره بریده اوچت اوریج له ځانه سره لري.رحمت شاه زرمتی په کال ۱۹۹۳ م کال د جولای په شپږمه نېټه د پکتیا په ولایت کې وزیږید.نوړی د توپ وهنې ترڅنګ یوښه لیګ بریک بالر هم دی هغه په ښي لاس توپ وهنه او توپ اچونه ترسره کوي.هغه اوس مهال ۲۶ کاله او ۲۸۰ ورځي عمر لري دافغانستان د ملي ټیم ترڅنګ په افغان چيټا،میس عینک،او د سپورټ کلب سره لوبیدلی.شاه خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په کال ۲۰۱۳ م کال کې د سکاټلینډ خلاف ترسره کړه.

او خپله لومړۍ ټیسټ لوبه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د هندوستان پر وړاندې وکړه.رحمت یوازیني افغان لوبغاړی دی چې په پنځوس اوریزه لوبه کې ترنورو لوبغاړو ښه اوریج لري.هغه د افغانستان لپاره ۲۱ شل اوریزه سیالۍ ترسره کړې چې ټولې منډې ۲۷۰ دي.تر اوسه یې ۷۳ پنځوس اوریزې او ۴ ټیسټ لوبې تر سره کړې په پنځوس اوریزه لوبو کې د افغانستان په ګټه ۲۳۵۹ منډې او په ټيسټ لوبه کې ۲۹۸ ټولې منډې لري.د بالینګ په برخه کې په پنځوس اوریزه کې ۱۴ ویکټې په ټیسټ کې کومه ویکټ نه لري او په شل اوریزه لوبه کې بیا شپږ ویکټې لري.رحمت شاه په افغان کرکټ ملي لوبډله کې ترټولو د غوره احلاقو خاوند دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې