افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

جيسن ډوګلس افغان لوبغاړو ته لارښونه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی د فیټنیس متخصص جیسن ډوګلس په يوه ویډو کې پر افغان لوبغاړو غږ کړې چې په کور دننه خپل تمرینات جاري وساتې.جیسن ویلي(( دا چې کرونا ټوله نړۍ نیولي نو افغان لوبغاړو ته پکار دې چې خپل فیټنیس په کور دننه سم وساتې او ځنې مشخص تمرینات تر سره کړې. تر څو راتلونکي نړیوال شل اوریزه جام او اسيا جام ته ښه فيټ اووسي))

جيسن په ۲۰۱۶ م کال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شو نوموړي د افغانستان په شمول د سویلي افریقا په کورني ټيم کې دننه هم دنده ترسره کړې و همدا شان د نامیبیا لپاره روزونکی هم پاتې شوې و.هغه په ۲۰۱۲ م کال کې د کيپ ټاون پوهنتون څخه د تمریناتو په ساینس کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.جیسن په ویډو کې د افغانستان د لوبغاړو لپاره ډېر داسي تمرینات ښودلي چې د افغانو لوبغاړو لپاره ډېر زیات ګټور تمامیدلی شي.نوموړی په هغه وخت کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره ملګری شو کله چې افغانستان په کرکټ کې څه نا څه پر مختګ کړې و.جيسن هغه شخص و چې د افغانستان سره یې د لوبغاړو په فیټنیس جوړلو کې پوره همکارې کړې وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې