افغانستان کریکټ

جوفرا ارچر راشد خان ته په انسټاګرام کې حیراونوونکی ځواب پرېښود

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لېګ برېک سوکه توپ اچوونکي راشد خان وړمه ورځ د کریکټ مشهورې ویبپاڼې کرېک ټرېکر سره په انسټاګرام لایف راغلی وه چې له راشد خان ارمان څخه د مینه والو له لوري زیاتې پوښتنې وشوې د د غو مینه والو په مینځ کې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی جوفرا ارچر هم ځان څرګند کړ.

جوفرا ارچر راشد خان ته په تبصره کې وویل، چې ویښتان دې کم کړه. دا په داسې حال کې ده چې د کورونا ویروس له امله ډیری سلماناني هم تړل شوي دي د یادونې وړ ده چې ډیری د کریکټ لوبغاړو خپله په نورو لوبغاړو ویښتان کم کړې دي څو ورځې وړاندې مجېب الرحمن لګیا وه ابرهېم ځدران ته یې ویښتان کمول همدغه راز یو بل انځور هم پر ټولنېزو رسنیو خپور شوی وه چې ګلبدین نایب پکې لیدل کېده یو کوچني ماشوم ته یې ویښتان کمول.

جوفرا ارچر او راشد خان دواړه په هند غوره کې لوبېږي، چې په ترتیب سره د راجستان رایلز او سنراېزر حېدراباد نمایندګي کوي. د یادولو وړ ده چې راشد خان د چټ پرمهال د خوښې وړ هندي لوبغاړي څرګند کړل.

د راشد خان کوم هندي لوبغاړي د خوښې وړ دي؟

اېم اېس ډوهني، سچن ټنډولکر او وېرات کوهلي د هغه د خوښې وړ هندي توپ وهوونکي دي راشد خان همدغه راز انیل کمبل، بوینیشور کومار او جسپریت بومره د خپل غوره هندي بالرانو په توګه ونومول باید یاده شي چې راشد خان او بوینیشور کومار دواړه د سنراېزر حېدراباد لپاره لوبېږي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې