دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

کلارک ویلي د هندوستان په پرېمیرلیګ کې د زړه لوبه نه کوي

استرالیا لپاره نړیوال جام ګټونکې او د دغې لوبډلې پخوانی پیاوړی لوبډلمشر مایکل کلارک خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي چې استرالیايي لوبغاړي د انډین پرېمیر لیګ قرارداد ژغورلو لپاره د هندوستان په وړاندې له زړه لوبه نه کوي.
له دې وړاندې هم ځینو لوبغاړو د انډین پرېمیر لیګ او د هندوستان کرېکټ بورډ په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو اوس مایکل کلارک هم د دغو ادارو په وړاندې څرګندونې وکړې.


د یادونې وړ ده چې استرالیايي لوبغاړي د لوبې پر مهال سلېجنګ او ناوړه چلند له امله ډېر زیات مشهور دي، خو په دې وروستیو کې د نورو لوبډلو په پرتله د هندوستان په وړاندې ډېر نرمښت ښيي.
نوموړی همداراز وویل چې اکثره لوبغاړي د وېراټ کولي په ګډون د هندوستان د نورو لوبغاړو ناوړه الفاظ او غوسه زغمي ځکه چې پوهېږي چې اپرېل کې هندوستان ته د انډین پرېمیر لیګ سیالیو لپاره ځي.
نوموړي وېراټ کولي ، روهېت شرما ددغه لیګ لوبډلمشران دي او لوبډلی ته د لوبغاړو د اتخابولو حق لري . له همدې امله اکثره لوبغاړي د هندوستان په وړاندې له زړه لوبه نه کوي او د هغوی هر ډول چلند زغمي، ځکه چې دوی غواړي دغو لوبډلمشرانو له لوري خپلو لوبډلو ته واخیستل شي تر څو یوازې ۶ اوونیو کې په لکونه ډالر وګټي.»
مایکل کلارک وايي چې له همدې امله استرالیايي لوبغاړي د هندوستان په وړاندې خپل ځانګړي وړتیاوې نندارې ته نه وړاندې کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې