افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کرونال پنډیا وایي راشد خان د نړۍ ترټولو خطرناک توپ اچونکی دی

هندي توپ وهونکی کرونال پنډیا ویلي ((ما ډېر کرکټ ترسره کړې او د مختلفو بالرانو سره مخ شوې یم خو په نړۍ کې یو داسي سوکه توپ اچونکی شته چې هر بال یې د خطر څخه ډک وي دغه بالر چې زه ورسره په خپل کورني تجارتي لیګ کې زیاته ستونزه لرم هغه د افغانستان مخکښ الراونډر راشد خان ارمان دی.راشد یو داسي لوبغاړی دی چې په نړۍ کې د لنډ فارمټ هر لوبغاړی په خپلو بهترینه بالونو ننګولی شي.

راشد هر بال په پوره تخنیک او تکتیک ترسره کوي خان د نړۍ ترټولو سخت او ستونزمن توپ اچونکی دی)) پنډيا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی دی چې د ممبې انډين په لوبډله کې د الراونډر په صفت لوبیږي.یاده دې وي چې مخکې به د هندوستاني لوبغاړو ستاینې نورو خلکو کولای او اوس هندي لوبغاړي د افغان لوبغاړو ستاینه کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې