نړیوال کریکټ

مومن الحق ویلي د استرالیا سره دوه ټيسټ لوبې ځنډول دوی ته په ګټه دي

ټاکل شوې وه چې د استرالیا او بنګله دیش لوبډلو ترمنځ دوه تيسټ سیالۍ د جون په میاشت کې ترسره شوی وای خو د کرونا ویروس له امله دغه سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۱ م کال ته وځنډول شوې.اوس تازه د بنګله دیش کرکټ بورډ کيپتان مومن الحق د کریک بز سره په خبرو کې ویلي(( زه پر دغه پرېکړه ډېر زیات خوشاله یم چې زمونږ او د استرالیا تر منځ دوه تيسټ لوبې د څه وخت لپاره وځنډول شوې ځکه بنګله دیش کرکټ لوبډله به پوره چمتوالي ونیسي او بله مهمه خبره دا ده چې د بنګله دیش لپاره به ډېره ګټوره وي هغه دا ده چې شکیب الحسن به د یو کلن بندیز وروسته بیرته ملي لوبډلې ته راستون شي.

شکیب د نړۍ یو مهم الراونډر دی او زمونږ لپاره به د استرالیا خلاف په دوه ټيسټ لوبو کې ډېر ګټور تمام شي.زمونږ لوبغاړي هڅه کوي چې په کور دننه خپل فیټنیس سم وساتي))یاده دې وي چې کرونا ویروس د نړۍ ټول ورزشي فعالیتونه بند کړې او یا یې لغوه اعلان کړې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې