دلوبغاړو په اړه

له کپل دیو وروسته، راجیو شکلا پر پاکستاني شعیب اختر خوله را خلاصه کړه

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني تېز توپ اچوونکي شعیب اختر ویلي وه چې هند او پاکستان باید درې یو ورځنۍ لوبو لړۍ پر لار واچوې. چې د شعیب اختر دغه وړاندېز نوموړي ته خورا سخت تمام شو او د هندي لوبغاړو او مبصرینو پام یې ځانته راوړه وه او د نوموړي یاد وړاندېز یې له مسخرو او خندا ډک وباله.

تازه د اي پي ایل پخواني رئیس راجیو شکلا هم د شعیب اختر دغه وړاندېز له خندا ډک بللی دی او ویلي یې دي چې دا بیان یواځې یو مزاحیه ده، له دې وړاندې د هند کریکټ پخواني لوبغاړي کپل دیو هم پر شعیب اختر خپله خوله را خلاصه کړې وه او په ځواب کې یې ورته ویلي وه چې مونږ پیسو ته اړتیا نه لرو او نه غواړو چې لوبغاړو مو خطر سره مخ شي.

راجیو شکلا وايي، شعیب اختر یو مسخره او مزاج سړی دی شکلا ویلي دي چې شعیب اختر اوس له ځناورو وړاندیزونو سره راځي د نوموړي پر وینا شعیب اختر چې په داسې اساسو شرایطو کې د کریکټ په اړه خبرې کوي نو پوه شئ چې دا هسې مسخرې دي.

د یادونې وړ ده چې راجیو شکلا په خپلو خبرو کې وویل، پاکستان او هند دوه اړخیزې لوب لړۍ نه ترسره کوي دا حالت اوس د کریکټ لوبو ترسره کولو لپاره مناسب نه دي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې