دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

لطیف ویلي سرفراز او کامران د شل اوریزه فارمټ غوره لوبغاړي دي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي راشد لطیف په یوه مرکه کې ویلي((سرفراز او کامران اکمل مخکښ لوبغاړي دي دوی په
psl
لیګ کې ترټولو ښه توپ وهنه وکړه دا چې دواړه لوبغاړي په لنډ فارمټ کې ډېره تجربه له ځانه سره لري نو پاکستان کرکټ بورډ پري باید باور وکړي او دواړو ته په شل اوریزه سیالیو کې چانس ورکړي.

لیطف زیاتوي د پاکستان بل ویکټ کيپر توپ وهونکی محمد رضوان باید په پنځوس اوریزه او ټیسټ لوبو کې ولوبیږي.دا به ډېره په زړه پورې وي چې دواړه لوبغاړي په راتلونکي نړیوال شل اوریزه جام کې ولیدل شي او د خپل ټيم په ګټه ولوبیږي.)) د پاکستان کرکټ بورډ انتخاب کوونکي مصباالحق لا دمخه ویلي و چې د ملي ټیم دروازه د هغه لوبغاړو لپاره خلاسه ده چې په کورني کرکټ کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې