دلوبغاړو په اړه

شیکر دوان هغه لوبغاړی څرګند کړ، چې له ده سره پیل کې ښه توپ وهنه کوي

د هند کریکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي شیکر دوان په خپل کیریر کې هغه هندي لوبغاړی څرګند کړ چې له ده سره په پیل کې ښه سټارټ اخلي او له هغه سره د سیالۍ پر مهال ښه ملګرتیا یا پاټنرشېف ترسره کوي د شیکر دوان ریکارډونه د اي سي سي په ټورنامنټو کې خورا حیرانوونکي دي نوموړي د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پر مهال په ۱۸ لوبو کې ۶۵.۴۷ اوسط ډول په لرلو سره ۱،۱۱۳ منډي جوړې کړې وې چې پکې ۵ سلیزې او ۴ نیمه سلیزې شاملې وې نوموړي همدغه راز د اسټرالیا پر وړاندې هم سلېزه ووهله چې وروسته بیا نوموړی د ګوتې ټپ له کبله له پاتو سیالیو څخه کیښنول شو.

تر دې دمه شیکر دوان په خپل کیریر کې له هندي لوبغاړي روهېت شرما او هندي لوبډلمشر وېرات کوهلي سره د خپلې توپ وهنې بریالۍ ملکرتیا هم ترسره کړې ده خو نوموړي په دې وروستیو کې د خپلې توپ وهنې غوره ملګری څرګند کړ. له نوموړي څخه په انسټاګرام کې د سوال او ځواب په خپرونه کې د یو مینه وال له لوري وپوښتل شو چې د خپلې توپ وهنې غوره ملګری څرګند کړي.

چې شیکر دوان د وېرات کوهلي په پرتله روهېت شرما د خپلې توپ وهنې غوره ملګری ونوموه او پر وینا یې چې د نوموړي سره د توپ وهنې پر مهال روهېت شرما ښه جوړه ده.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې