دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شکیب الحسن له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر شکیب الحسن بیرته بنګله دیش هیواد ته راستون شواو د خپلې کورنۍ سره یوځای شو.شکیب د فاسدو معلوماتو په پټولو د یو کلن بندیز سره مخ شوې و چې اوس یې نېټه ورو ورو په کمیدو ده او ددې کال په وروستۍ برخه کې به له بندیز څخه ازاد شي.شکیب د بنګله دیش کرکټ په ملي لوبډله کې مهم لوبغاړی دی او بورډ تري تمه لري چې خپل فیټنیس ښه وساتي ترڅو په راتلونکي کې ښه پاېلې د ځانه سره ولري.نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي

(( زه د خپلې میرمنې سره یوځای یم او په راتلونکي میاشت کې زما بل ماشوم هم دې دونیاته راځي نو زه مجبوره یم چې د خپلې میرمنې ډېر خیال وساتم.هغه زیاتوې هرڅوګ باید په کور کې پاتې شي او دا به ترټولو بهتره خبره وي چې دوه ساعته په خپل کور کې تمرین ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې