نړیوال کریکټ

شعيب اختر له هند څخه غوښتنه کړې

د نړۍ تيز توپ اچونکی شعيب اختر د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي څخه غوښتنه کړئ. چې د پاکستان لپاره د ساه اخيستلو لس زره ماشینونه جوړ کړي. تر څو د کرونا ویروس ناروغانو سره د ساه اخيستلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي. د پاکستان پخوانۍ لوبغاړی شعېب اختر ددې تر څنګ د دواړو هیوادونو تر منځ د لوبو کولو غوښتنه هم وکړه تر څو د کرونا ویروس لپاره د مرستې فنډونو کې زیاتوالی راشي.نوموړي وویل ددغو لوبو د تر سره کولو نه راغلي عاید به د پاکستان اوهندوستان حکومتونو تر منځ په مساوي ډول ویشل کیږي.

شعيب زیاته کړه که هند دغی برخې ته کار وکړي نوپاکستان به یې تل په یاد ساتي.دغه نړیواله وبا د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی.چې تر دې دمه یې په نړۍ کې شاوخوا دوه میلونه انسانان پرې اخته او ۹۰زرو خپل ژوند له لاسه ورکړئ.داوسني وضعېت له امله ټوله نړۍ په اضطراري حالت کې ده اود نړۍ زیات شمير هیوادونو ښارونه قرنطین دي. هند او پاکستان هم له هغو دوو هیوادونو څخه دي.چې له دې حالته رنځ وړي.هند کې ۵۵۰۰پيښې ثبت او په پاکستان کې بیا ۴۰۰۰پېښې ثبت شوي .د یادونې وړ ده د شعيب اختر په ګډون دپاکستان اوهندوستان یو شمير لوبغاړو د کرونا سره د مبارزې لپاره مرستې اعلان کړئ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې