
نړیوال کریکټ
سچن ټنډولکر یو ځل بیا د خپلو هیوادوالو سره د مرستې اعلان وکړ
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي سچن ټنډولکر د بیا ځل لپاره د کرونا ویروس له ځپل شوو خلکوسره د مرستې اعلان وکړ.سچن به د یوې میاشتې لپاره د فقیرو خلکو سره د خوراکې توکو مرسته وکړې په دغه مرسته کې به شااوخوا ۵۰۰۰ خلکو سره دغه خوراکي توکي شریک شي.سچن به دغه مرسته د

NGO Apnalaya
له لارې د خلکو سره شریکه کړي.هغه په خپلو شتمنو هیوادوالو غږ کړې چې له اړمنو خلکو سره پر دغه وخت کې د خپل وس مطابق مرسته وکړي.تراوسه د مهارشترا ایالت ترډېره د کرونا ویروس ښکار شوۍ او ډېری قربانیان له دغې سېمې څخه دي.یاده دې وي چې په هندوستان هيواد کې ټولو کرکټ لوبغاړو همداشان د فلمي نړۍ څخه مشهورو اکټرانو او تجارانو د خپلو خلکو سره همکاریاني کړې دي.