افغانستان کریکټ

د خوست مشهور ورزشي خبریالان وایي چې کرونا ویروس د خوست په ورزش باندې هېڅ کوم تاثیر نه دی کړی

کرونا ویروس د افغانستان په شمول ټوله د کریکټ او نورو نړۍ سخته او برحمه وځپله افغانستان هم له دغو هیوادونو څخه دی اکثر ولایتونه د کرونا ویروس له امله قرانطین دي او هېڅ ډول ورزشي لوبې پکې نه ترسره کیږي.

کیهان شاه

د خوست مشهور ورزشي خبریال ” کیهان شاه ” وایي چې کرونا ویروس رښتیا هم موزېر ویروس دی او له امله یې نړۍ له ستر ګواښ سره مخ ده خو وایي چې د خوست ورزشکاران خپل تمرینات تر اوسه د خوست په بیلابیلو سیمو کې په عادي ډول په ګوښه ځایونو کې ترسره کوي.

هاخوا خوږ ژبی ورزشي خبریال ” عیسی خان تسل ” بیا وایي چې ورزشکارانو سره مې له نږدې لیدلي او د تمریناتو څخه مې یې څار کړی دی او د خوست ورزشکاران تمرینات په عادي ډول ترسره کوي.
یاده دا وي چې خوست د ورزش څخه برخمن او بډایه ولایت دی چې همېش یې هوا د لوبو لپاره تیاره وي.
لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې