افغانستان کریکټ

د افغانستان – سریلانکا او زمبابوې لوبو په اړه!

 د افغانستان او زمبابوې د ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو شل‌ اوريزو نړيوالو سياليو ترڅنګ به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ هم څلور شل اوریزې او څلور پنځوس اوریزې لوبې ترسره شي. د دغو لوبو د نېټو رسمي اعلان ځکه ځنډول شوی چې د کورونا خطرناکې ناروغۍ له امله هر څه په نړواله کچه په ټپه ولاړ دي.
 دا لوبې به په اسیایي او نړیوال جام کې به د افغانستان لپاره ګټورې تمامې شي. هېره دې نه وي چې په الف لوبدلې ترکیب کې به ‌‌‌‌‌‌ډیرۍ ملي لوبغاړي شامل وي.
بايد وويل شي چې له يادو دواړو هېوادونو سره لوبې د هغوی په کوربتوب پلان شوې دي.
د یادو سیالیو په هکله د افغانستان کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ مشرتابه له دې وړاندې له رسنیو سره خپل نظرونه شریک کړي، خو د لوبو د نېټو اعلان به د کورونا ناروغۍ ته په کتو اعلان شي.
د یادولو ده، چې د یو شمېر نورو هېوادونو له کرکټ بورډونو سره هم د دوه اړخيزو لوبو په موخه خبرې اترې شوې دي.
لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې