افغانستان کریکټ

افغانستان به له زیمبابوې سره پنځه شل اوریزه لوبې ترسره کړي

ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې سره پنځه شل اوريزه سیالۍ د زیمبابوې په کوربتوب ترسره کړي.دغه خبر د افغانستان د کرکټ بورډ‌ ویاند فرید هوتک په خپل رسمي فیسبوک اکاونټ پورته کړې دی.هوتک ویلي د سیالیو کره نېټه نده معلومه خو د زیمبابوې کرکټ بورډ سره د یادو سیالیو په اړه افغان کرکټ بورډ خپله پرېکړه نهایی کړې ده.دلوبو وخت ځکه ندی روښانه شوې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس پيښې لا پسي په ډېریدو دي دغه ویروس زیاتې نړیوالې او داخلي سیالۍ بندې کړې او یا یې لغوه اعلان کړې دي.

فرید هوتک ویلي(( دغه سیالۍ د افغانستان لپاره زیاتي ګټورې دي ځکه افغان کرکټ ملي لوبډله په مخ کې نړیوال شل اوریزه جام او اسیا جام لري.هوتک زیاتوي افغان کرکټ بورډ د نورو نړیوالو لوبډلو سره هم پر دوه اړخيزه سیالۍ خبرې کړې دي)) دا لا نده روښانه شوې چې ایا راتلونکی ۲۰۲۰م کال نړیوال شل اوریزه جام او اسیا جام به ترسره شي کنه؟.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې