نړیوال کریکټ

احسان مانی ویلي د راتلونکي اسیا جام لپاره لاهم وروستۍ پرېکړه نده شوې

ټاکل شوې چې راتلونکی ۲۰۲۰ م کال اسیا جام د سیپټمبر په میاشت کې تر سره شي خو لاهم د کرونا ویروس له امله دغه جام ځنیډیدلی دی او دقیقه نېټه یې نده روښانه شوې معلومات ښایي چې دغه جام به په خپل وخت ترسره شي ځکه اسیا جام ته پوره پنځه میاشتې پاتې دي.

د پاکستان کرکټ بورډ رییس احسان مانی ویلي ډېر اټکل داسي ليدل کیږي چې راتلونکی ۲۰۲۰ م کال اسیا جام دې ترسره نشي خو مونږ پر دې باور نه لرو چې کرونا ویروس دې ترډېره دوام وکړي د
ACC
غړو سره په مشوره مونږ ته روان وضعیت ډېر بحراني دی خو په څو میاشتو کې به یې معلومات وشي.دا چې پاکستان هیواد د دي جام کوربتوب په خپله غاړه لري د هند ډېر اختلاف مجبوره کړل چې دغه جام دې په متحد عربي اماراتو کې ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې