نړیوال کریکټ

کپل دیو پاکستاني شعیب اختر ته سخت ځواب ورکړ

د هند پخواني کيپتان کپل دیو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پخواني تېز بالر شعیب اختر هغه نظریه وغندله چې اختر ویلي وه، پاکستان او هند باید درې یو ورځینو لوبو لړۍ ترسره کړي. او د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره مرستې راټولې کړي شعیب اختر پر وینا چې دا مرستې به هند او پاکستان کې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ولګول شي.

د شعیب اختر دغه نظریې ته په ځواب کې د هند کریکټ پخواني کیپتان کپل دیو ویلي دي چې مونږ پیسو ته اړتیا نه لرو او د دې کار له امله خپل لوبغاړي په خطر کې نه شو اچولی د یادونې وړ ده چې د نړۍ په کچه اوس مهال ټولې سیالۍ د کورونا ویروس له امله ځنډول شوي دي د کریکټ بورډونو د خلکو امنیت او ژغورلو ته لومړیتوب ورکړی دی.

شعیب اختر ته په ځواب کې کپل دیو داسې وویل:

هغه د خپل نظر حق لري، مګر مونږ پیسو ته اړتیا نه لرو چې پیسې راټولې کړو، مونږ پیسو لرو هغه څه چې اوس مهال مهم دي دا دي چې زموږ چارواکي څنګه د دې بحران سره د مبارزې لپاره کار کوي زه لاهم د سیاستوالو لخوا په تلویزیون کې د ملامتۍ لوبه ګورم او هغه باید ودریږي.”

د یادونې وړ ده چې په هند کې د هندوستان کریکټ کنټرول ادارې د دې ویروس سره د مبارزې لپاره شاو خوا ۵۰ کروړه پیسې بسپنه کړې دي د هندي رسنیو د راپورنو پر وینا که اړتیا ورته پیښه شي نو بي سي سي آي به ډیرې مرستې وکړي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې