افغانستان کریکټ

کریم صادق: په خپلو کورونو کې پاتې شئ

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کریم صادق وایي، چې د کورونا سره د مبارزې لپاره په خپلو کورونو کې پاتې شئ او خپل لاسونه بار بار ومېنځئ کریم صادق د کورونا وبا ناروغۍ یوه خطرناکه ناورغي بللې ده او پر خلکو یې غږ کړی دی چې په کورونو کې ځانونه قرنطین کړي.

نوموړي دغه د قرنطین شپو ورځو په اړه یادونه هم وکړه او پر وینا یې چې دلته په هېواد کې پنځوس سلنه وګړي داسې دي چې په ۲۴ ساعتونو کې ورته د یو ساعت خواړه هم نه رسېږي، صادق پر وینا چې پاتې نورو پنځوس سلنه خلکو کې بیا داسې وګړي هم شته دی چې پر خپلو کمو امکاناتو ځان لپاره خواړه برابر ول چې اوس یاد وګړي له خپلو کارونو څخه بې برخې شوي دي.

کریم صادق له خپلو ملي اتلانو او نورو ګڼو ورزشکارانو څخه “مننه” وکړه او پر هغوی یې غږ وکړ چې دا لړۍ باید همداسې جاري وساتې تر څو چې له دغه بحران څخه ونه وځې. کریم صادق پر نورو شتمنو او ملي تجارانو هم غږ وکړ چې باید د خپلو بیوزلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

صادق پر نورو هغو وګړو هم وکړ، چې له هېواده بهر دي او وایي که هغوی ډېر زیات بوخت دي او نشي کولی چې دوی خپلې مرستې تر بیوزلو ورسوې نو مونږ ورزشکارانو ته دې خپلې مرستې وسپارې مونږ به یې تر بیوزلو وګړو ورسوو.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې