نړیوال کریکټ

پاکستان کریکټ بورډ به د ویډیو له لار د لوبغاړو فټنس ازموینه ترسره کړې

د کووېډ – ۱۹ له کبله د کریکټ ډیری لوبغاړي په کورونو کې قرنطین شوي دي او په خپلو کورونو کې یې تمریناتو ته دوام ورکړی دی د راپورنو له مخې، چې پاکستان کریکټ بورډ به د لوبغاړو فټنس ازموینه د ویډیو له لارې تعقیب کړي.

ټاکل شوي ده چې د پاکستاني لوبغاړو فټنس ازموینه به د اپرېل په ۲۰ مه او ۲۱ مه نیټه ترسره شي د یادونې وړ ده چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سر روزونکي مصباح الحق او روزونکي یاسر ملک یو پېغام لوبغاړو ته استولی دی چې په یاد لېږل شوي پېغام کې لیکل شوي دي چې لوبغاړي دې خپل فټنس ټیسټونه ته دې دوام ورکړي.

پاکستان کریکټ بورډ وایي، مونږ د دې لپاره لوبغاړو ته خبر ورکړ چې دوی ځانونه چمتو کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دوی ته خبر ورکړل شوي دی چې د دوی د فټنس ازموینه اخیستل کېږي.

د دغو لوبغاړو فټنس ټېسټ ازموینه به د روزونکي له لوري د ویډیو لینک له لار وڅارل شي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې