دلوبغاړو په اړه

ټیم پین د کلارک ادغا رد کړه

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې د ټېسټ فارمیټ کیپتان ټیم پین د پخواني کیپتان مایکل کلارک هغه ادغا رد کړه چې ګواګې دوی د هندي کیپتان سره د پیسو لپاره شخړه نه کوي. مایکل کلارک څو ورځې وړاندې ویلي وه چې اسټرالیایي لوبغاړي له دې کبله له هندي لوبډلمشر وېرات کوهلي او نورو لوبغاړو سره شخړه نه کوي چې دوی ورسره د نړۍ په بډایه لیګ (اي پي ایل) کې قراردادونه لري او نه غواړي چې دا قراردادونه له لاسه ورکړي.

اسټرالیایي لوبډلمشر ټیم پین د مایکل کلارک هغه ادغا په کلکه وغندله او د وېرات کوهلي او د اي پي ایل قرادادونو یې خوندي وبلل.

ټیم پین له ې اېس پېن کرېک انفو سره په خبرو کې څرګنده کړه، چې نوموړی نه غواړي له هندي کیپتان وېرات کوهلي سره شخړه وکړي پین زیاته کړه، مونږ د اسټرالیا لپاره سیالۍ ترسره کوو او مونږ د سیالۍ ګټلو لپاره خپله پوره هڅه کوو.

نوموړي دا هم وویل چې مونږ او زمونږ د لوبډلې (اسټرالیا) لوبغاړي د وېرات کوهلي او نه د اي پي ایل لپاره لوبه کوي بلکې مونږ د اسټرالیا لپاره سیالۍ ترسره کوو د ټیم پین پر خبره مونږ د اي پي ایل په اړه فکر نه کوو مونږ به د کوهلي پر وړاندې خورا سخته سیالۍ ترسره کوو.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې