لیګونه

سنراېزر حېدراباد لوبډلې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۱۰ کروړه مرسته وکړه

د کورونا وژونکي ویروس نږدې په ټوله نړۍ کې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی او د زیات شمېر وګړو ژوند یې اخیستی دی دغه ویروس زرګونه وګړي مړه کړي دي او له زرګونو ډېر پرې اخته شوي دي د دغه ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د کریکټ لوبو سربیره نورې لوبې هم تر نامعلومې نیټې پورې ځنډول شوي دي خو ډیری د کریکټ لوبغاړو او لوبډلو له خپلو بيوزلو وګړو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده چې دا لړۍ اوس مهال هم دوام لري.

تازه د سنراېزر حېدراباد لوبډلې د یاد وژونکي ویروس سره د مبارزې لپاره د ۱۰ کروړه روپیو مرسته کړې ده، وړمه ورځ سنراېزر حېدراباد لوبډلې دغه خبر پر خپل رسمي ټوېټر اکاونټ او فېسبوکپاڼه هم ځپور کړې وه خو د هندي رسنیو پر وینا چې دا مرسته د سه شنبې په ورځ د سن تلویزون کړې وه.

د سنراېزر حېدراباد لوبډلې د دغې کار ستاینه د دوی د لوبډلې کیپتان او اسټرالیایي ډویډ وارنر هم کړې ده او په خپل رسمي ټوېټر یې د دوی د مرستې دغه خبر خپور کړې دی او لیکلې یې دي: “د سن تلویزون د ډلې اقدام د ستاینې وړ دی.”

سنراېزر حېدراباد لوبډلې بیا په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ داسې لیکلې دي: سن تلویزون (سنراېزر حېدراباد) د کورونا کووېډ ـ ۱۹ سره د مبارزې لپاره ۱۰ کروړه مرسته کوي.”

د یادونې وړ ده چې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ له امله د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ میاشتې ۲۹ مې نیټې څخه د اپرېل ۳۰ مې نیټې ته ځنډول شوي دي خو بل لوري ته داسې راپورنه ورکړل شوي دي چې ممکن دا لیګ د اپرېل پر ۱۵ مه نیټه هم ترسره نه شي او ممکن دا په اکتوبر یا نومبر میاشت کې پیل شي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې