افغانستان کریکټ

افغانستان الف لوبډله سریلانکا سره سیالۍ پیلیوي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډله به د سریلانکا الف لوبډلې سره راتلونکې کې سیالۍ ترسره کړي، دغه سیالۍ به له افغان الف لوبډلې سره نړیوال او اسیایي جام پر مهال مرسته وکړي خو بل لوري ته د کورونا ویروس له امله د کریکټ زیات شمېر سیالۍ تر نا معلومې نیټې پورې ځنډول شوي دي که چیرې کورونا ویروس مثبتو پیښو په کې کموالی رانشي نو ممکن چې نړیوال جام او اسیا جام هم وځنډول شي او یا هم د تړلو دروازو ترشا ترسره شي.

د معلوماتو له مخې چې د افغانستان الف لوبډله به له سریلانکا الف لوبډلې سره څلور شل اوريزې او څلور پنځوس اوریزې سیالۍ ترسره کړي خو د دغو سیالیو کره نیټه له دې کبله نه ده په ډاګه شوي چې د کورونا ویروس هر څه په ټپه درولې دي د افغانستان کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک پر وینا چې د الف لوبډلې ترکیب کې به ډیری ملي لوبغاړي شامل وي.

باید یاده شي چې افغانستان کریکټ ملي لوبډله به د زمبابوې سره پنځه شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کړي چې دغه سیالۍ به راتلونکې جون میاشت کې ترسره شي بل لوري ته که کورونا ویروس همداسې دوام ومومي نو امکان شته چې دغه سیالۍ لغوه شي.

د یادونې وړ ده چې دغه دواړه لوب لړۍ به د یادو هېوادونو په کوربه توب ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې