نړیوال کریکټ

یو خوا د کرونا موزېر ویروس بل خوا د کرکټ تړلې دروازې هاخوا بیا د کرکټ په اړه نظرونه!

تاسو به د ډېرئ شمېر لوبغاړو لوبډلو او هیوادونو لیګونو لوبو ته په تمه وئ چې ژر تر ژره بیا پیل شي او تاسو خوند ځینې وخلۍ.
د لوبو د پیل او نه پیل په اړه بیلابیل نظرونه دي د روزونکو، لوبغاړو او مبصرینو؟
د آی سي سي اجرايوي مشر وويل: “موږ د پلان جوړولو هر اړخيز تمرین ته دوام ورکوو تر څو کرکټ پرمختګ او وده وکړي لوبغاړي د کرونا ویروس څخه په امان کې شي او کرکټ عادي واوسي.
راځو ای پي ایل ته د هندوستان د بهرینوچارو وزارت منشي، (ډیمو روي) ویلي مونږ له تنظیم کوونکو سره غږیدلي یو اوس وخت د لوبو نه دی تاسو ته پته ده چې په ټوله نړۍ کې د ورزشي لوبو بندیز دی. شاید راتلونکی آی پي ایل فصل نور هم وځنډیږي.
لوبغاړو کې د انګلېنډ تېز توپ اچوونکی جیمز انډرسن د اوسني ټیټ وخت څخه ګټه اخلي ترڅو د عمل پلان چمتو کړي چې بیرته ملي لوبډلې ته راستون شي دا موقع ورته کرونا موزېر ویروس برابره کړي ده.
د اسټرالیا کرکټ ټیم روزونکی جسټین لینګر له لوبغاړو غوښتنه کړې چې د روان نړیوال بحران په جریان کې خوشبین پاتې شي.
یاده دا وي چې کرونا موزېر ویروس اوس ټوله نړۍ حیرانه کړي ده.
لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې