دلوبغاړو په اړه

پیډي اپټن د مهندر سېنګ ډوهني ارامه لوبډلمشر یاد کړ او کوهلي یې احساساتي لوبډلمشر یاد کړ

د هند پخوانۍ ټیم پیاوړتیا او ذهني کنډکینګ روزونکي اپټن په دې وروستیو کې د هند د پخواني کیپتان مهندر سېنګ ډوھني او اوسني کیپتان وېرات کوهلي په کیپتانۍ کې توپیر په ګوته کړی دی. پیډي اپټن اېم اېس ډوهني یو ارامه او با حوصله لوبډلمشر یاد کړی دی او د هند اوسنی کیپتان وېرات کوهلي یې احساساتي لوبډلمشر نومولی دی.

ټاېمز اف انډیا سره په خبرو کې پیډي اپټن داسې وویل:

“وېرات کوهلي او اېم اېس ډوهني دوه مختلف کیپتانان دي، ډوهني آرام دی او د هغه ذهن تل مستحکم دی. پداسې حال کې چې کوهلي یو څه احساساتي کیپتان دی. وېرات خورا حوصله مند او ځیرک لوبډلمشر دی. هغه خپل احساسات تل په ښکاره ډول څرګندوي.”

پیډي اپټن پر وینا، که د یو لوبغاړي لږه ستاینه هم وشې نو هغه لوبغاړی دې ته هڅول کېږي چې ښه فعالیت ترسره کړي. او که چیرې په اړه یې نظر منفې وې نو د لوبغاړي باور ته ژور زیان اړولی شې. اپټن وایي لوبغاړي باید تل وهڅول شي تر څو دوی ته مثبته روحیه ورکړل شي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې