نړیوال کریکټ

ماېکل هولډینګ: زه ډاډه نه یم چې له ۲۰۲۰ کال وروسته تبصرې ته دوام ورکړم

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز بالر او د سکاي سپورټ تلویزون نامتو مبصر ماېکل هوډينګ وایي، زه باوري نه یم چې له ۲۰۲۰ کال پایته رسېدو وروسته خپلې تبصرې او دندې ته دوام ورکړم ځکه چې زما د ډېر وخت شو.

۶۶ کلن ماېکل هوډلینګ د نړۍ په کریکټ کې یو خوږ ژبی مبصر دی چې له ۲۲ کلنو راهیسې له سکاي سپورټ تلویزون سره یې خپلې دندې ته دوام ورکړی دی ماېکل هوډلینګ په خپلو خبرو کې داسې وویل:

زه ډاډه نه یم چې له ۲۰۲۰ کال وروسته خپلې دندې (تبصرې) ته دوام ورکړم چې نور څه د کریکټ په تړاو ووایم، ځکه چې زه د ډېر عمر یم او د څه ویلو توان نه لرم زه اوس ۶۶ کلن یم زه ۳۶، ۴۶، او ۵۶ کلن نه یم.” نوموړي دغه خبرې په وېسټ انډېز کې بارباډوس کې د میسن او میلمنو راډیو خبرې خپرونې پرمهال وکړي.

هوډلینګ د وېسټ انډېز لپاره ۶۰ ټېسټ سیالۍ ترسره کړې وې، نوموړی وایي ما له ځانه سره فکر وکړ چې زه خپلې دندې ته یو کال لپاره دوام ورکولی شم او ما په دې اړه سکای تلویزون ته هم وویل چې زه تاسې سره د یو کال لپاره تړون لاسلیک کولی شم ماېکل هوډلینګ په ۱۹۹۱ میلادي کال کې په کریبینیا کې د کریکټ تبصره پیل کړه.

ماېکل هوډلینګ وویل، که چیرې سږ کال د کریکټ کومه سیالۍ ترسره نه شي، نو زه به د راتلونکې ۲۰۲۱ کال لپاره په دې اړه فکر وکړم ځکه د سکای شرکت له ماسره ډېر ښه کړې دي او زما لپاره یې ډېر څه ترسره کړې دي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې