دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شعیب اختر: په یوراج او هربجن باندې نیوکې غېر اساني کار دی

هندي لوبغاړو هربجن سېنګ او یوراج سېنګ باندې وروسته له هغې نیوکې وشوې، چې دغو دواړو هندي لوبغاړو د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر شاهد افریدي هغه مرستې وستایلې چې د غریبو سره یې وکړي او له خپلو مینه والو یې وغوښتل چې شاهد افریدي خیریه بنسټ سره مرسته وکړي.

خو د په ورته وخت کې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني تېز توپ اچوونکي شعیب اختر یادې نیوکې بې اساسه او غېر انساني بللې دي. چې پر دغو دوه هندي لوبغاړو باندي شوي دي. د شعیب اختر پر وینا، دا د کوم هېواد یا مذهب په اړه نه وه بلکې دا هر څه د انسانیت په هکله وه.

شعیب اختر وویل، پر هغو نیوکې کول ښه کار نه وه، بلکې دا غېر انساني عکس العمل وه. د یادونې وړ ده چې شاهد افریدي د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره له ګڼو غریبو او بیوزلو وګړو سره د خوراکې او نورو غېر خوراکې توکو مرسته کړې وه.

له شاهد افریدي سربیره د نوموړي ورور جاوېد افریدي هم له بیوزلو او غریبو کورنیو سره مرسته کړې وه. باید یاده شي چې نورو ګڼو لوبغاړو هم له خپلو هېوادوالو سره د کورونا ویروس سره مبارزې پر وړاندې مرسته کړې وه.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې