لیګونه

د اي پي ایل ترسره کېدو پرېکړه شل اورېز نړیوال جام ته پاتې شوه

د کریکټ په نړۍ کې ستر لیګ اي پي ایل د کورونا ویروس له امله د اپرېل ۱۵ مې نیټې ته ځنډول شوي دی. ټاکل شوي وه چې دغه لیګ د ۸ لوبډلو په ګډون د مارچ میاشتې په ۲۹ مه نیټه د هند په ممبۍ ښار کې پیل شوي وای خو چې وروسته د کورونا ویروس خپلې مثبتو پیښو لړۍ په چټکۍ سره پر مخ روانه کړه نو له همدې کبله بي سي سي آي پرېکړه وکړه چې دا لیګ وځنډوې.

تازه د اي پي ایل لیګ ځینو سرچینو په ډاګه کړې ده که چیرې آي سي سي یا د کریکټ نړیواله شورا د شل اورېز نړیوال جام ځنډیدو خبر ورکړي نو امکان شته دی چې د نړۍ ستر لیګ پیل شي. د یادې سرچینې پر وینا بي سي سي اي یا د هند کریکټ کنټرول اداره ممکن دغه لیګ په نومبر یا اکتوبر کې ترسره کړي.

خو په ورته وخت کې اي سي سي وایي، چې شل اورېز نړیوال جام به نه ځنډېږي او په خپل وخت سره به ترسره شي، ټاکل شوي ده چې شل اورېز نړیوال جام سږ کال په اسټرالیا هېواد کې په اکتوبر میاشت کې پیل شي.

له دې وړاندې د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي اشېش نهره ویلي وه، چې اي پي ایل به په نومبر یا اکتوبر میاشت کې ترسره شي که د کورونا ویروس خطر کم شي خو په اګسټ میاشت کې دا لیګ نه ترسره کېږي ځکه په دې موسم کې باران امکان شته دی چې له کبله به یې زیاتې سیالۍ بیا لغوه شي د یاد لیګ ترسره کېدو په تړاو اوس کومه رسمي نیټه نه ده ټاکل شوي دا چې کله به په ډاګه شي دا به وخت څرګنده کړي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې