دلوبغاړو په اړه

بین سټوکس د ویسډن لخوا د کال غوره لوبغاړی نومول شو

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر بین سټوکس د ویسډن لخوا د کال غوره لوبغاړی وټاکل شو. همدغه راز ویسډن د ۲۰۲۰ کال غوره کریکټره الیس پیري نومولي وه اسټرالیایي لوبغاړې الیس پیري د هندۍ لوبډلې پر وړاندې د غوره کارګردګي له کبله د کال غوره لوبغاړې ونومول شوه.

د یادولو وړ ده چې بین سټوکس لومړنی انګلینډی لوبغاړی شو چې د ویسډن له لوري یې د کال غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ. له دې وړاندې د دوی بل پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر انډریو فلنټوف په ۲۰۰۵ کال کې د ویسډن له لوري جايزه ترلاسه کړې وه.

سټوکس په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال جام پر مهال د نیوزیلینډ پر وړاندې ښه توپ وهنه ترسره کړه چې وروسته نوموړی د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او انګلینډۍ لوبډلې ته یې د لومړي ځل لپاره پنځوس اورېز نړیوال جام وګاټه. نوموړي بیا د اسټرالیا خلاف ټېسټ سیالۍ کې غوره کارګردګې وکړه سټوکس په یاده ټېسټ لوبه کې ۱۳۵ ناسوځېدلي منډي جوړې کړې وې او انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې سره یې بریا کې مهم رول ولوبوه.

دغه ۲۸ کلن لوبغاړی له کوهلي څخه سږ کال د کال غوره لوبغاړی ونومول شو. له دې وړاندې هندي لوبغاړي وېرات کوهلي په پرلپسې ډول درې ځلې د کال غوره لوبغاړي جایزه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده چې انګلینډ کریکټ لوبډلې تېز بالر جوفرا ارچر او اسټرالیایي پیټ کمیسز، ماروس لیبشوچین، پیری او سیمون هارمر د ویسډن له لوري د کال غوره پنځه کریکټران نومول شوي دي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې