دلوبغاړو په اړه

کرونا د ۸ اسټرالیایي کرکټرانو ودونه وځنډول

کرونا ویروس چې په دې ورستیو کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته په چټګۍ سره د خپریدو په حال کې ده او هره ورځ په سلګونه زره کسان پرې اخته کېږي په یوې نړیوالې پانډیمي بدله شوې ده.د دغه ویروس له کبله د نورو سپورټي لوبو ترڅنګ د کرکټ لوبې هم په ټپه ولاړې دي. او لا مالومه نه ده چې دا وضیعت به تر کله داوام مومي.د کرونا ویروس د لوبو تر څنګه د غه ویروس د اسټرالیایي کرکټرانو ودونه هم وځنډول.ټاکل شوې وه چې په روانه اپریل مېاشت کې به د اسټراليا ۸ کرکټرانو ودونه تر سره شي خو د کرونا ویروس له کبله د دوي ودونه وځنډيدل.جېکسن برډ، جېس جوناسن، ډي شورټ، اډم زمپا، مېچل سويپسن،ايلیسټر مکډورمېټ،اندریو تای او کټلېن فرېت هغه لوبغاړي دي چې ودونه یې د کرونا ویروس له امله څنډول شوي دي.په کرونا ویروس تر دا مهاله له یومیلیون څخه ډیر کسان اخته شوي دي او له ۶۰ زرو څخه ډیر کسان بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې