لیګونه

هربجن سېنګ: زه هیله لرم چې آي پي آيل به ډېر ژر پیل شي

د هند غوره لیګ باندې هم کورونا ویروس خپل اغېزه څرګنده کړې ده، او له خپل ټاکلې وخت څخه د هند غوره لیګ د اپرېل ۱۵ مې نیټې ته وځنډېد. خو مګر ځینې راپورنه ورکړل شوي دي چې یاد لیګ ممکن د اپرېل ۱۵ مه نیټه هم ترسره نه شي او امکان لري چې یاد لیګ لغوه شي.

خو په ورته وخت کې د هند کریکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکی آف سپنر هربجن سېنګ وایي، چې نوموړی تمه لري چې هند غوره لیګ ژر تر ژره پیل شي. هربجن سېنګ چې په دې وروستیو کې په هند غوره لیګ کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې کلیدې لوبغاړی دی.

هربجن سېنګ وایي، په لوبغالي کې نندارچیان مهم دي، که لوبغالي کې نندارچیان نه اوسې نو سیالۍ ترسره کول به بیا دومره خوند ونه ولري. هغه وايي که چیرې هند غوره لیک د تړلو دروازو ترشا ترسره شي نو مینه وال به هرو مرو تلویزون له لارې یاد لیګ وڅارې.

هربجن سېنګ په خپلو خبرو کې داسې وویل

“مونږ باید په هند غوره لیګ کې هر څه ته په بشپړه توګه پاملرنه وکړو لکه، د لوبغاړو خوندیتوب ته دې لومړیتوب ورکړل شي، چې تر څو دا باوري کړو چې د لوبې ځایونه، د لوبډلو د لوبغاړو هوټلونه، الوتنې په سمه توګه منظم او پاک وي.”

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې