نړیوال کریکټ

مک کولم: په اوسني شرایطو کې دا د هر چا لپاره ښه دی چې په کورونو کې پاتي شي

د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې ځلاندا ستوری او پخوانی کیپتان برانډن مک کولم وایي، چې په اوسني شرایطو کې د هر څوګ په خپلو کورونو کې قرنطین شي او د جدي اړتیا پرته دې له کورونو څخه نه وځې. د مک کولم پر وینا دا زما لپاره د ارامتیا وخت دی چې زه باید په کور کې پاتي شم او له تېرو څو کلونو راهیسې زه ډېر زیات بوخت وم.

مک کولم دا مهال د اي پي ایل لوبو له ترسره کولو څخه هم بې برخې دی او هغه د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې روزونکي په توګه ټاکل شوي دی. ټاکل شوي ده چې په هند غوره لیګ ۱۳ پړاو کې به مک کولم د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې روزونکي دنده پر مخ یوسې.

د هند غوره لیګ یواځې د کورونا وبا ناروغۍ له امله ځنډول شوي دی. مک کولم پر وینا په اوسني وخت کې دې هر څوګ ټولنېز واټن ته پوره پاملرنه وکړي. هغه وایي که مونږ په کورونو کې پاتي شو او ټولنېز واټن وساتو نو مونږ به له دغې ناولې ویروس څخه په امن کې پاتي شو.

محمد شبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې