دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سټیو سمت په هند خاوره کې ټېسټ سیریز ګټل غواړي

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې افسانوې توپ وهوونکي سټیو سمت ویلې دي، چې د نوموړي لوی هدف په هندۍ خاوره کې ټېسټ سیریز ګټل دي. هغه د نیوزیلینډ کریکت ملي لوبډلې لیګ سپنر ایش سوډي سره په خبرو کې څرګنده کړله چې نوموړی غواړي هندۍ لوبډله په خپل کور کې په ټېسټ سیریز کې په ګونډو کړي.

سټیو سمت له ایش سوډي سره خبرو پرمهال داسې وویل: “زه په هندوستان کې د ټېسټ سیریز ګټل غواړم.” سمت دغه خبرې د راجستیا رایلز لخوا په جوړه شوې غونډه کې د نیوزیلینډ لیګ اسپنر ایش سوډي ته وکړي.

سټیو سمت وایي، مونږ ته ټېسټ سیریز ګټل خورا مهم دی. او زه غواړم چې په ایشز نړیوال جام کې هندۍ لوبډلې ته ماته ورکړم. دا مهال هندۍ لوبډله په ټېسټ کریکټ کې لومړۍ مقام لري. چې اوس اسټرالیایي لوبغاړی سټیو سمت غواړي چې له هند څخه دغه مقام واخلي.

هغه د کورونا ویروس په تړاو وویل، زه تمه لرم چې دا به یو څو نورو اونیو پورې دوام ومومي. او زه سترګې په لار یم چې لوبغالي کې سیالۍ پیل کړم. په ورته وخت کې سمت رویندرا جدېجا وستایه او هغه یې تر ټولو سخت (خطرناک) توپ اچوونکی ونوموه.

د یادونې وړ ده چې سمت لیواله دی چې په اي پي ایل کې د راجستان رایلز لوبډلې لوبډلمشري پر مخ بوځې، نوموړي تېر کال له اجنکیا رهاني څخه لوبډلمشري واخیستله او لیواله دی چې بیا د راجستان رایلز لوبډلې مشري وکړي. د سمت پر وینا هیله لرو چې په هند غوره لیګ کې د لوبېدو چانس ومومو.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې