لیګونه

آیا IPL به سږ کال ترسره شي؟

د هندوستان غوره لیګ (آي پي ایل) ۱۳م پړاو د کورونا وژونکي ویروس له کبله د مارچ ۲۹ مې نیټې څخه د اپرېل ۱۵ مې نیټې ته وځنډېد. خو په ورته وخت کې ځینې راپورنه ورکړل شوي دي چې ممکن دغه لیګ د اپرېل په ۱۵ مه نیټه هم ترسره نشي.

بل لوري ته د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز بالر آشېش نهره وایي، که چیرې په وروستیو دریو میاشتو کې حالت نورمال شي نو هند غوره لیګ ترسره کیدلی شي. نهره وایي که د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ خطر د اکتوبر میاشت پورې نورمال شي نو امکان لري چې اي پي ایل به ترسره شي.

نهره د هندي تلویزون سټار سپورټس سره په خبرو کې داسې وویل: “هند غوره لیګ په اګسټ میاشت کې نشي ترسره کيدلی ځکه چې دا باراني موسم دی او امکان شته چې ډیری سیالۍ بیا د باران له امله لغوه شي. که چیرې وضعیت د اکتوبر میاشت پورې په ټوله نړۍ کې کنټرول شي، نو زه ډاډه یم چې اي پي ایل به ترسره شي.”

نهره همدغه راز زیاته کړه، چې یوراج سېنګ د اېم اېس ډوهني په کیپتاني کې ښه فعالیت ترسره کړی دی. د آشېش نهره پر وینا، څومره چې ما د یوراج فعالیت لیدلی دی هغه د ډوهني په لوبډلمشرۍ کې ښه فعالیت ترسره کړی دی. نهره وایي، هر لوبغاړی ښه لوبډلمشر لري زما په اند ډوهني د یوراج لپاره ښه لوبډلمشر وه.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې