دلوبغاړو په اړه

یوزویندر چاهل وایي، چې شطرنج لوبې ورسره کریکټ کې مرسته کړې

د شطرنج لوبې لوبغاړی اوس د کریکټ لوبې لوبغاړی شوی دی. د هند کریکټ ملي لوبډلې افسانوې توپ اچوونکی یوزویندر چاهل وایي، چې د شطرنج لوبې ورسره په کریکټ کې زیاته مرسته کړې ده او نوموړي ته یې بریاووې په کریکټ لوبې کې ورکړې دي. یوزویندر چاهل چې یو ارامه او با حوصله لوبغاړی دی او تل په کریکټ لوبه کې د هندۍ لوبډلې لپاره مثبت تمام شوی دی.

د نوموړي پر وینا، چې شطرنج لوبې ورته په کریکټ لوبه کې صبر او حوصله ور زده کړې ده، او همدا لامل دی چې هغه یو بریالی توپ اچوونکی ثابت شوی دی. هغه دغه خبرې د اپرېل پر پنځمه نیټه د یو پروګرام لارې په انلاین بڼه وکړي. شطرنج لوبه یو له هغو لوبو څخه ده چې لوبغاړی د لس دقیقو او یا هم د هغې څخه کم وخت پورې پکې بوخت وي.

چاهل وایي، که ما په ټېسټ کریکټ کې ویکیټه ترلاسه نه کړه نو زه هېڅ نه جدي کېږم بلکې زه په حوصلې او ارامې سینې سره توپ اچونه کوم چې دا حوصله او صبر راته د شطرنج لوبې را زده کړې دي. یوزویندر چاهل وایي کله چې ما د شطرنج لوبه کوله نو هغه مهال راهیسې ما له کریکټ لوبې سره هم مینه درلوده.

د یادونې وړ ده چې یوزویندر چاهل په نړیواله کچه د شطرنج لوبه ترسره کړې ده او د ځوانانو په کچه یې د شطرنج لوبې پر مهال د هند استازیتوب کړې دی. د هغه نوم د نړۍ د شطرنج فدراسیون (FIDE) وېبپاڼه کې لیست شوی دی. چې د نوموړي ایلو درجه ۱۹۵۶ ده. دغه ۲۹ کلن د کریکټ لوبغاړی د شطرنج پخوانۍ ملي اتل دی.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې