لیګونه

هندوستان تېز توپ اچوونکې شیکا پاڼډي په آي پي آیل کې د خپلې خوښې لوبډله څرګنده کړه

د هندوستان کریکټ ښځینه او نارینه لوبډلې دواړه پیاوړي لوبډلې دي چې ماتول به یې دومره اسانه کار نه وي، او نه به یې کومه لوبډله په اسانۍ سره ماته کړي. مګر د دوی تجارتې لیګ هم یو له هغو لیګونو څخه دی چې د نورو نړۍ لیګونو باندې پاچاهي کوي او تر دې دمه پورې بل داسې تجارتې لیګ نه ده موندل شوي چې د هند غوره لیګ غوندې ستر لیګ وي. په هند غوره لیګ کې د نړۍ نامتو لوبغاړي د هرې لوبډلې له لوري پېرل کېږي. چې دلته له افغانستان څخه ورته تر دې دمه پورې درې افغان لوبغاړي غوره شوي دي چې له ډلې یې محمد نبي او راشد خان له سنراېزر حېدراباد لوبډلې له لوري پیرل شوي دي او بل افغان لوبغاړی مجېب الرحمان بیا د کېنګز الېون پجناب لوبډلې له لوري پېرل شوی دی. دغه لیګ اته لوبډلې لري چې هر لوبغاړی او هر مینه وال د خپلې خوښې وړ لوبډله څرګندوي چې تازه د هندوستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلې تېزې بالرې شیکا پانډی په هند غوره لیګ کې د خپلې خوښې وړ لوبډله څرګنده کړې ده.

له نوموړې څخه په ټوېټر کې وپوښتل شو چې په انډین پریمیر لیګ کې د خپلې خوښې وړ لوبډله په ډاګه کړي، چې شیکا پانډی ورته ځواب کې د ممبۍ انډیانز لوبډله ونوموه چا چې تر دې دمه پورې د هند غوره لیګ څلور ځلې اتلولۍ جام ګټلی دی.

د یادونې وړ ده چې شیکا د هند ښځینه لوبډلې یوه پیاوړې تېزه توپ اچوونکې ده چې تر دې دمه پورې یې د هند ښځینه لوبډلې لپاره د کریکټ په درې واړو بڼو کې استازیتوب کړی دی.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې