دلوبغاړو په اړه

شکیب الحسن د دوهم ماشوم پلار شو

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې کیپتان او پیاوړی الراونډر شکیب الحسن د دوهم ماشوم پلار شو. شکیب الحسن په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د دسمبر میاشتې په ۱۲ مه نیټه له میرمن امی احمد شیشیر سره واده وکړ. چې نوموړي له هغې سره په انګلیستان کې ولیدل. د شکیب الحسن او دهغې ژوند شیبې همداسې دوام وموند چې وروسته په کال ۲۰۱۵ کې بیا د هغې لومړنۍ لور الینا حسن دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې.

چې اوس یې په ۲۰۲۰ کال کې دوهم ماشوم هم نړۍ ته سترګې پرانیستلې، د هغې د دوهم ماشوم زېږون خبر خپله نوموړي په خپل رسمي فېسبوکپاڼه خپور کړې وه چې ورسره یې د خپلې مشرې لور انځور خپور کړې وه. چې په یاد انځور کې د هغې مشرې لور الینا حسن یو کمېس په لاس کې نیولې وه چې پکې لیکل شوي وه، ((ښه راغلاست کور ته)) خو شکیب الحسن بیا له انځور سره داسې لیکلې دي ((مشره خور.))

مګر شکیب الحسن بیا له خپلې عزیزې کورنۍ څخه لیرې پاتې دی او په متحده ایالاتو یو هوټل کې استوګن دی. نوموړی له دې کبله له کورنۍ څخه لرې دی چې په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس خپرېدو خطر زیات شوی دی چې له همدې کبله نوموړی په محتده ایالاتو یو هوټل کې قرنطین شو.

په ورته وخت کې شکیب الحسن له هغو کورنیو سره مرسته کړې ده چې په کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي، دوی په پام کې لري چې له ۲۰،۰۰ بیوزلو کورنیو سره مرسته وکړي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې