افغانستان کریکټ

د کلوزنر تازه مرکه

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم روزونکي لنسي کلوزنر له اس پي ان سره تازه مرکه کړې ده. خبرې یې تکراري دي، خو ښې دي. وايي کرکټ د یرغل او دفاع لوبه نه ده، په کرکټ کې باید لوبغاړي په دې پوه شي چې کله دفاع او کله چټکه لوبه وکړي.وايي د شهزاد محمدي په نشتوالي کې ځوان لوبغاړی رحمان الله ګربز ښه ځلېدلی دی. دی ښه لوبغاړی دی، د هر ‌‌‌‌‌‌ډول شاټ وهلو استعداد لري. کم لوبغاړي داسې وي چې د یو ‌‌‌‌‌‌ډېر سینیر او ښه لوبغاړي په ځای چانس ورکړل شي او هغه ځان ثابت کړي. خو موږ له ګربز سره لا هم کار کوو چې د هغه دا فکر وربدل کړو چې موږ ته دې یوازې د پاور پلۍ اورونه ولوبوي. هغه باید ‌‌‌‌‌‌ډېر اورونه ولوبوي او افغانستان ته لوبې وګټي.افغانستان په بېټېنګ کې لا هم د سټرایک بدلولو کې ستونزې لري. زموږ لوبغاړي ‌‌‌‌‌‌ډېر شاټونه وهي خو که میس بالونه یې وشمېرئ، بیخي زیات دي. له دوی سره کار کوو چې یوه او دوې منډې څنګه واخلي او د سټرایک په بدلولو کې باید چابک وي.  افغانستان لا هم یو ښه فېنېشر نلري، موږ فکر کوو چې د دغې دندې لپاره په ځوان لوبغاړي نجیب ځدراڼ باندې ‌‌‌‌‌‌ډېر کار وشي. هغه ښه لوبغاړی دی او دا استعداد لري. په محمد نبي او راشد خان هم باید په دغه برخه کې حساب وشي.د افغانستان په تېزو توپ اچوونکو کې ځوان لوبغاړی نوین الحق ښه بالر دی، هغه ‌‌‌‌‌‌څو ‌‌‌‌‌‌ډوله بالونه کولی شي/ویرایټي لري. هغه پنځه شپږ لوبې کړي دي او ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه ځلېدلی دی.شاپور ځدراڼ یو مجرب لوبغاړی دی، خو د تجربې تر څنګ هغه باید دا هم ثابت کړي که هر وخت او د لوبې هرې شېبې کې ورته ضرورت شي، هغه باید د لوبې رخ بدل او کار خلاص کړي.په سپين باولېنګ کې خو افغانستان غښتلي او قوي بالران لري.
لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې