لیګونه

د ای پي ایل برخلیک

دا چې د کرونا وایروس له امله په ټوله نړۍ کې ډله‌ییز فعالیتونه بند دي، نو د هر ډول لوبغالو دروازې یې هم تړلې دي.اوس د آی پي اېل په اړه د انګلستان پخواني تکړه کرکټ لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې د کرکټ د لوبغالو بندې دروازې به د آی پي اېل په سیالیو بیا پرانیستل کېږي.هغه له سټار سپورټس سره په مرکه کې ویلي: “زه باوري چې د آی پي اېل سیالۍ به کېږي او سږ کال به بند شوی کرکټ یو ځل بیا د آی پي اېل په سیالیو پرانیستل کېږي…” خو د آی پي اېل برخلیک لا هم نه دی معلوم.
د کرېک انفو وېبپاڼې ویلي، چې د آی پي اېل د پیل په اړه لا هم د انتظار شېبې اوږدېدای شي.بل پلو کیوین پېټرسن وایي، چې هر کرکټ لوبغاړی په انفرادي ډول د آی پي اېل مینه‌وال دی.د هغه په خبره دوه یا درې لوبغالي باید مشخص شي او په دغو لوبغالو دې له ننداره‌کوونکو پرته لوبې وشي.دا په داسې حال کې ده چې د هندوستان په ګډون زیاتره هېوادونه قرنطین یا لاک ډاون دي.
لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې