نړیوال کریکټ

جېسټن لانجر د تړلو دروازو ترشا سیالۍ ترسره کولو غوښتنه کوي

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې روزونکی جېسټن لانجر وایي، چې د کریکټ سیالۍ باید د تړلو دروازو ترشا ترسره شي او دغه کړنه به د کریکټ مینه والو لپاره خورا په زړه پورې تمامه شي. د لانجر پر وینا که د تړلو دروازو ترشا لوبې ترسره شي نو د کریکټ ډیری مینه وال به خوندي پاتې شې او په کورونو کې به قرنطین شي.

د کریکټ لوبې چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د کورونا وبا ناروغۍ له کبله په ټپه درول شوي دي، او د بیرته پیلیدو نیټه یې هم نه ده په ډاګه شوي چې څه وخت به نړیوالې سیالۍ پیل شي. خو بل لوري ته اي سي سي وایي چې شل اورېز نړیوال جام نه ځنډېږي په خپله نیټه (اکتوبر) کې به پیل شي.

همدغه راز د نړۍ ستر لیګ آي پي ایل هم چې د خپل ټاکل شوي نیټې (مارچ ۲۹ مې) څخه د اپرېل ۱۵ مې نیټې ته وځنډېد چې ټاکل شوي ده راتلونکې لسو ورځو کې یې د ترسره یا لغوه کېدو په تړاو مالومات له رسنیو سره شریک شې.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې