افغانستان کریکټ

اېم اېس ډوهني د PUBG ګیم غټ مینه وال دی

دا چې اېم اېس ډوهني د کریکټ په نړۍ کې یو پېژندل شوی، او بریالی لوبډلمشر پاتی شوی دی. او د هندۍ لوبډلې لپاره یې خورا زیاتې سیالۍ ترسره کړې دي چې هندۍ لوبډله یې وخت نا وخت تر بریا پورې رسولي ده. هغه په کریکټ کې تل په ارامه سینه لوبه کوله او لوبډله به یې داسې مدیریت (رهبري) کوله چې پر لوبغاړو به یې فشار نه راوسته او هڅه به یې کوله چې لوبغاړي تل په خپل کنټرول کې وساتې تر څو کومه تیروتنه ونه کړي چې له همدې کبله هغه یو بریالی لوبډلمشر پاتی شوی دی.

نوموړی چې د هند کریکټ کنټرول ادارې له لوري په مرکزي قرارادي لوبغاړو لیست کې نه وه شامل چې ممکن د نوموړي د کریکټ مزل تر هندۍ لوبډلې سره تر همدې ځای اوسې او نور یې دغه اوږد مزل ته د پای ټکی کېښودل شوې وي. هغه چې اوس اوزګار دی وخت نا وخت نوموړی پر ټولنېزو رسنیو له خپلو مینه والو سره په اړیکه کې وي.

د هندي رسنیو راپورنو له مخې چې اېم اېس ډوهني د PUBG ګیم لوی مینه وال دی. نوموړی ګیم یو له بریالیو ګیمونو څخه دی چې د نړۍ سترې سترې مشهو څیرې دا ګیم ترسره کوي. او له همدې امله دا ګیم یو بریالی ګیم دی. له اېم اېس ډوهني سربیره شیکر دهوان، محمد شامي، یوزېندر چاهل او کیدرا جاهود هم PUBG ګیم ترسره کوي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې