نړیوال کریکټ

آي سي سي تائیدوې، چې شل اورېز نړیوال جام به په خپل وخت ترسره شي

ټاکل شوي ده چې د کریکټ نړیوالې شورا شل اورېز نړیوال جام به د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر میاشت کې د ۱۸ مې نیټې څخه د نومبر تر ۱۵ مې نیټې پورې دوام وکړي. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې داسې انګرنې موجودې وې چې ګواګې د اي سي سي شل اورېز نړیوال جام به له سره څخه تنظیم شي، چې تازه د کریکټ نړیوالې شورا یا آي سي سي دغه ادغاوې رد کړې دي او پر وینا یې چې شل اورېز نړیوال جام به په خپل وخت ترسره شي.

په دې وروستیو کې د کریکټ هر ډول سیالۍ او لیګونه د کورونا وبا ناروغۍ له کبله ځنډول شوي دي. او هېڅ کومه رسمي سیالۍ په دې میاشت کې ترسره نه شوه. تازه ځینو لوبډلو بیا د نړیوالو لوبډلو کوربتوب ته زړه ښه کړی دی او وایي چې په دې هڅه کې دي چې د سترو لوبډلو کوربتوب وکړي.

د یادولو وړ ده چې د اي سي سي شل اورېز نړیوال جام به د اسټرالیا هېواد په کوربتوب پیل شي، چې تر دې دمه د یادې وژونکي ناروغۍ له امله د اسټرالیا هېواد هم خورا اغېزمن شوی دی او د یاد هېواد حکومت پر وینا چې دغه ناروغې به د شاو خوا شپږو میاشتو لپاره دوام ومومي، په هر حال تر اوسه لا معلومه نه ده چې څه وخت به حالت نورمال شي.

خو اي سي سي تائیدوې چې دوی به شل اورېز نړیوال جام په خپله نیټه ترسره کړي او د دوی به په راتلونکو څو ورځو کې یو پلاوی اسټرالیا هېواد ته واستوي چې له مخې به یې وضعیت له نږدې وڅارل شي او اړین اقدامات به ترسره کړي.

تر اوسه پورې په اسټرالیا هېواد کې ۵۷۸ کسان په کورونا ویروسي ناروغۍ اخته شوي دي، او ۳۹ تنه نور مړه شوي دي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې