دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ټام موډي په شل اورېز کریکټ کې دوه بهترین اوپنر توپ وهوونکي په ډاګه کړل

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او په هند غوره لیګ کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې روزونکي ټام موډي په شل اورېز کریکټ کې دوه هغه بهترین توپ وهوونکي په ډاګه کړل، چې کولی شې په شل اورېز کریکټ کې ښه پیلیزه توپ وهنه ترسره کړي.

نوموړي د هندۍ لوبډلې پیاوړی پیلیز توپ وهوونکی روهېت شرما چې تل یې هندۍ لوبډلې په ګټه توپ وهنه ترسره کړې ده او له هندۍ لوبډلې سره یې مرسته کړې ده چې بریا ته ځان ورسوي. موډي په شل اورېز کریکټ کې روهېت شرما یو بهترین اوپنر توپ وهوونکی یاد کړ.

ټام موډي همدغه راز د خپلې لوبډلې پیاوړي اوپنر توپ وهوونکی ډویډ وارنر یو له هغو اوپنر توپ وهوونکو له ډلې څخه ونوموه چې په شل اورېز کریکټ کې د دې وړتیا لري تر څو یوه بهترینه او غوره پیلیزه توپ وهنه ترسره کړي. د یادولو وړ ده چې وارنر په رښتیا سره هم یو غوره اوپنر توپ وهوونکی دی.

ټام موډي چې د کورونا ویروسي ناروغۍ له امله قرنطین شوی دی. نو همدې کبله هغه د خپل رسمي ټوېټر اکاونټ له لارې مینه والو سره بوخت وه او د مینه والو پوښتنو ته به یې ځواب ورکوه.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې