نړیوال کریکټ

وېرات کوهلي هندیانو ته ویلي، راځئ چې نړۍ ته وښیوو چې مونږ یو یوو

د هند کریکټ ملي لوبډله چې یوه پیاوړي لوبډله ده او د نړۍ سترې سترې لوبډلې یې په ګونډو کړې دي، چې د دې ټولو تر شا یو لامل ممکن د دوی یووالی او اتفاق وي. هندۍ لوبډله دا مهال په ټېسټ کریکټ کې هغه لوبډله ده چې د جدول په سر کې یې ځای خپل کړی دی او تر دې دمه پورې ترې کومې لوبډلې دا مقام نه دی اخیستی.

هندي کیپتان وېرات کوهلي له هندیانو غوښتې چې یو اتفاق شي او پر وینا یې چې په دې توګه به مونږ نړۍ ته څرګنده کړو چې مونږ یو یوو. کوهلي همدغه راز له خلکو غوښتې چې د لومړي وزیر نرېندرا مودي ملاتړ وکړي او همدغه راز یې له مودي هم غوښتې چې د ملت ملاتړ وکړي. ملت ته د وینا پر مهال د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي له خلکو غوښتې چې د هند پر وخت نن شپه ۹ بجې د خپلو ماڼيو څراغونه شمعې او همدغه راز ګرځنده فلش یا څراغونه بند کړي. چې له دې کار څخه یې موخه د کورونا وژونکي ویروس سره د مبارزې لپاره جګړه ده.

په ورته وخت کې هندي کیپتان کوهلي په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ باندې داسې لیکلې دي: د لوبغالي ځواک په مینه والو کې دی، د هند روح په خپلو خلکو کې دی، نن شپه نهه بجې نړۍ ته به تغېر ورکړو مونږ د یو ملت په توګه درېږو، برید زموږ د روغتیا جنګیالي ښیې،

موږ د دوی تر شا ودریږو.

د یادونې وړ ده چې له دې دمخه، کوهلي او انوشکا شرما ژمنه کړې وه چې د کوویډ 19 ناروغي پروړاندې مبارزه کې به د لومړي وزیر او د مهاراشټر ریلیف فنډ له وزیر اعلی سره مرسته وکړي. کوهلي په دوامداره توګه خلکو ته په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیو له لارې سپارښتنه کړې وه چې ټولنیز واټن ته پام وکړي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې