نړیوال کریکټ

وقار یونس شاید استعفا وکړي

 د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې بالېنګ روزونکی وقار یونس وایي، که چیرې پاکستانۍ لوبډله کې خپل ټاکلې هدفونه ترلاسه نه کړي نو نوموړی چمتو دی چې له پاکستانۍ لوبډلې سره خپله دنده پایته ورسوې. دغه ۴۸ کلن روزونکي د کریکبز یوټیوب چینل سره په خبرو کې وویل، چې له یو کال وروسته به خپل پلان باندې نظر واچوې او وبه وګوري چې خپل اهدفو ته رسیدلی او که نه؟
هغه کریکبز ته په خبرو کې داسې وویل:“دا داسې نده چې زه دې درې کلن تړون ولرم زه په خپل ذهن کې ځینې اهداف لرم او زه غواړم چې د ځوانو توپ اچوونکو سره مرسته وکړم.”
وقار یونس په خپله دنده کې خورا زیاته تجربه لري او کولی شې چې پاکستانۍ لوبډلې سره د بالینګ روزونکي په برخه کې بریالۍ دنده ترسره کړي.
لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې