افغانستان کریکټ

محمد نبي خیریه بنسټ له تېرو درې ورځو راهیسې له ۱۶۰ کورنیو سره مرسته کړې ده

د کورونا ویروس چې ډیری هېوادوالو اقتصادي حالت یې خورا له بحران سره مخ کړی دی او ورځ تر بلې په هېواد کې د بې وزلو وګړو شمېر کې زیاتوالی راځې چې لامل یې په کورونو کې قرنطین کېدل دي او دندو څخه لرې کېدل دي. خو په ورته حالت کې د کریکټ یو شمېر لوبغاړو له ګڼو غریبو او بې وزلو وګړو سره مرستو لړۍ پیل کړې ده.

چې له مخې یې د محمد نبي خیریه بنسټ له تېرو درې ورځو راپدیخوا له ۱۶۰ بې وزلو وګړو سره مرسته کړې ده. او د یاد بنسټ پر وینا چې د محمد نبي خیریه بنسټ مرستو ویش لړۍ له کابل سربیره کندز او لغمان ولایتونو ته ورسېده. د بنسټ پر وینا چې په کندز کې یې له نږدې ۵۰ غریبو کورنیو سره مرسته کړې ده.

همدغه راز په لغمان ولایت کې بیا ۳۱ بیوزلو کورنیو سره مرسته وشوه، همدغه راز بیا په کابل کې چې د موسم کلا او بګرامیو نومي ځایونو کې له نږدې ۳۰ غریبو کورنیو سره مرسته وشوه.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د محمد نبي خیریه بنسټ له غریبو هېوادوالو سره د مرستو ویش لړۍ پیل کړې وه چې یو ځل بیا یې له نږدې ۱۶۰ کورنیو سره مرسته ترسره کړې ده.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې