لیګونه

سنراېزر حېدراباد د راشد خان ویډیو خپره کړه او راجستان رایلز ځواب ورکړ

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې سټار الراونډر راشد خان چې نه یواځې افغانان پرې ویاړ کوي بلکې په هند غوره لیګ کې چې د نړۍ ستر لیګ دی سنراېزر حېدراباد لوبډله هم پرې ویاړ کوي او دوی خوښ دي چې راشد خان په څېر کلیدې لوبغاړی لري. راشد خان چې له پیل راهیسې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې برخه دی او سږ کال هم د سنراېزر حېدراباد لوبډلې له لوري ساتل شوي دی. خان په اي پي ایل لیګ کې خورا خطرناکه او حیرانوونکي توپ وهنه ترسره کړې ده چې له همدې امله نوموړی خورا د لوی نوم څښتن دی او د نړۍ پر سطحه پېژندل شوی افغان لوبغاړی دی.

تازه د سنراېزر حېدراباد لوبډلې وړمه ورځ د اپرېل پر ۴ مه نیټه په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکې لیدل کېږي افغان لوبغاړی راشد خان په کور کې توپ وهنه ترسره کوي او د توپ وهونې تمرینونه کوي. چې وروسته بیا د اي پي ایل یوې بلې لوبډلې (راجستان رایلز) هم د دوی پر ضد همداسې ورته ویډیو د سټیو سمت خپاره کړې ده. او ورسره یې لیکلې دي:

“نو مونږ یوازې هغه څوک نه یو چې د سټیو سمت ۴۹ ورک کړو.”

د یادونې وړ ده چې کورونا ویروس له امله ټول لوبغاړي په کورونو کې قرنطین شوي دي او د ورځې بیلابیل حیرانوونکي کړنې د ټولنېزو رسنیو له لارې مینه والو سره شریکوې.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې