لیګونه

جوني بیرسټو له وارنر سره په آي پي ایل کې د لوبې تجربې څرګندې کړې

د کورونا ویروس چې ټوله نړۍ کې یې هر څه په ټپه درولې دي، چې اوس د کریکټ نړۍ هم ور څخه خلاصه نه ده او ټولې رسمي سیالۍ تر نا معلومې نیټې پورې ځنډول شوي دي. تازه یوې سرچینې په ډاګه کړې ده چې د نړۍ ستر لیګ (هند غوره لیګ) ممکن ترسره شي خو د تړلو دروازو او پرته له نندارچیانو به پیل شي.

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې افسانوې ویکټ کيپر او توپ وهوونکي جوني بیرسټو په خپلو خبرو کې د وارنر سره یو ځای د لوبې ترسره کولو تجربې څرګندې کړې دي او ویلي یې دې چې ما حیرانوونکي تجربې ترلاسه کړې دي. او دا هر څه د حیرانتیا وړ وه.

هغې په خپلو خبرو کې داسې وویل:

“دا یوه په زړه پورې تجربه وه، چې ما د ډویډ وارنر پر وړاندې ترلاسه کړې ده. او په شل اورېز کریکټ کې د هغې پر وړاندې یو ځای توپ وهنه ترسره کول زما لپاره په زړه پورې وه.”

جوني بیرسټو چې په هند غوره لیګ کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې پیلیز توپ وهوونکی او ویکټ کیپر دی. چې نوموړي یواځې په ۱۰ سیالیو کې ۴۴۵ منډي جوړې کړې دي. هغه یوه سلیزه او دوه نیمه سلیزې هم وهلي دي. که دا ځل اي پي ایل ترسره شي نو نوموړی به په اي پي ایل کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره ولوبېږي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې