دلوبغاړو په اړه

افغان راشد‌خان‌‌ارمان پاکستاني سیداجمل ته په انټرنیټ کې ماتي ورکړه

د کرکټ نړۍ دوه ستوري د یو او بل سره د سیالۍ په میدان کې وو.
دا سیالي په میدان کې نا! بلکې په نیټ کې ترسره کیده یو او بل د خلکو او خپلو مینوالو رایو ته اړتیا لرله.
افغان ځوان او خاطرناک لوبغاړي راشدخان ارمان دا سیالي وګټله.
د کريک انفو لخوا د شل اوریزو سیالیو د بهترين لوبغاړي د غوراوي په برخه کي راشد خان د زياتو رايو په ګټلو سره پاکستاني سيد اجمل ته ماته ورکړه.
راشد خان اوس د شپاړلس لوبغاړو له منځه د غوراوي پړاو ته ووت.
راشدخان نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې درجنو او زرهاوو مینوال او ملاتړي لري دا ځکه چې د مټو زور او افغانی غرور لري.
لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې