افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

اصغر افغان: شتمن هېوادوال باید د غریبو هېوادوالو ملاتړ وکړي

د کورونا ویروس چې یو وژونکی ویروس دی او په ډېرو هېوادونو کې یې خلک له امله مړه شوي دي او نور زیات شمېر وګړي بیا پرې اخته شوي دي. چې دلته په افغانستان کې یې هم پیښې په چټکۍ سره روانې دي او ورځ په ورځ پکې مثبتې پیښې ډېږېږي. چې له امله یې اوس ډیری هېوادوال په کورونو کې قرنطین شوي دي او له کور څخه پرته له دي چې کومه جدي اړتیا ولري نه وځې. خو دغې چارې بیا د غریبو هېوادوالو ژوند سخت کړی دی. او پر وینا یې چې له مونږ سره باید مرسته وشي. چې له تېرو څو اونیو راهیسې ورزشکارانو له خپل توان اندازې پورې له غریبو وګړو سره مرسته پیل کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان له شتمنو هېوادوالو غوښتې چې له غریبو هېوادوالو سره مرسته وکړي او په دې سخت وخت کې باید د دوی لاسنیوی وشې. نوموړي پر هغو هېوادوالو هم غږ کړی چې له هېواد څخه بهر دي او غوښتې یې دي ور څخه چې له خپلو بې وزلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د اصغر افغان پر وینا، چې زمونږ لوبغاړو له خپلو هېوادوالو سره تر خپل توان پورې مرسته کړې ده او نور نو زمونږ له وسې خبرې پورته ده. نو همدې کبله نوموړي په یوه ویډیویې پیغام کې له شتمنو وګړو غوښتې چې له غریبو وګړو سره مرسته وکړي. افغان وایي، زه د پارلمان پر غړو غږ کوم چې له غریبو سره مرسته وکړي همدغه راز له تجارانو یې هم غوښتې چې د بې وزلو وګړو لاسنیوی باید وشې.

اصغر افغان په پای کې یوه شمېره هم شریکه کړه چې که کوم څوګ وغواړي هر څومره مرسته وکړي نو له نوموړي سره دې په لاندې انځور کې چې کومه شماره ښکارې په اړیکه کې شې.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې